Banner

داياران لکه ګلونه دبهار دي ( اخره برخه)

14.11.2007 18:23

په دې وروستيو كې يې زما يو بيت زده كړى و:
د خپل ژوبل زړه په درد دې څنګه پوه كړم؟
چــــــــــې كيسه درته كومــــــــه اسوېلى شي
له هر ځل لوستو وروسته به يې راته وويل: ياره همدا يو بيت دې منم؛ خو ګومان مې نه شي، چې ستا دې وي. ما به يې له دې خبرو د خلكو پر وړاندې په دې استدلال ځان خلاصاوه، چې ته شاعر او نقاد نه يې. په شعر و هنر كې مه غږېږه، كه زما شعر ستا خوښ شي دا ماته د خپګان خبره ده، زه په همدې حالت كې خوښ يم.
مفتون بلا سړى و، د ډېرو داسې شېبو تصويرونه او ان ويديويي پرچې يې ساتلې وې، چې زه ورته حيران وم. دولس ټولګى خو يې ټول په تصوير اخيستلو، يادګار ليكلو او ويديويي صحنو په ثبتولو تېر كړ، چې خدايزده څه به يې پرې كړي وي؟
له فراغت وروسته زه او ځينې ملګري پوهنتون ته لاړو، خان محمد په پېښور كې كورسونه پيل كړل؛ خو بيا هم په رخصتيو كې يارانه په تګ راتګ توده وه؛ ځكه كورونه مو بيا هم دومره سره لېرې نه وو.
خو كله چې په كرمه كې د افغان مهاجرو پر ضد د سوله ييزې غزا ډول وغږېده؛ نو زموږ د يو څو سره تړليو يارانو زړونه د بېلتون د بلا له وېرې ورېږدېدل. نزدې يوه مياشت له يو بل نه يوازې كله كله د شپې يوازې كېدو، نور به بس سره يو ځاى وو. په دې وختونو كې هم خان محمد تر ټولو يارانو زيات جدي و.
هغه ورځ مې ياده شي، چې د ژورناليست په څېر يې ويديويي وړه كېمره په غاړه كې وه او ملګري يې د غره پر لور په چكر روان كړي وو. د تلو پر وخت موږ او هغوى دواړه پېښور ته را روان وو؛ خو خدايزده بيا وروسته ولې د دوى د قافلې مخه د كابل خوا ته شوه. له تلو يوه ورځ مخكې مو زموږ په كور كې ښې غورې سره وكړې او كله مې چې سبا تليفون ورړه وكړ؛ نو ويې ويل: ياره د بام پر سر ولاړ يم، ډېر زيات ګردونه دي، كور مو دادى تقريباً وران كړ، بس سره ليداى نه شو، له همدې ځايه د خداى(ج) په امان بيا به سره پيدا كوو...
رښتيا يې ويل، يوه مياشت وروسته تر هغې، چې زموږ كډې پېښور ته راغلې په بورډ كې سره مخامخ شوو.
_ وه ياره دلته څه كوې؟ خير خو به وي؟
_ ياره ورك يې كړه په كابل كې ګوزاره ګرانه وه، كور نه پيدا كېده، ماشومان ټول مريضان شول، ما هم بېرته په تورخم راواړول.
په پېښور كې ما او هغه بيا زړې يارانې ته پيوندونه نوي كړل، خداى(ج) شته دى خو رانغى؛ خو زه څو ځله پرې وګرځېدم.
خان محمد مې د وروستي ځل لپاره پينځه شپږ مياشتې مخكې هلته وليده، چې زه پوهنتون ته تلم او له ده سره مې د خداى(ج) په امانۍ په ډول وروستى ماښامى وكړ. دا ځل يې كړه وړه انتهايي معصوم او له مينې ډك شوي وو. دا ځل يې په موسكا كې ډېر الهامونه نغښتي وو؛ خو زه يې ډېر وروسته په مطلب پوه شوم؛ خو يوه د بدبختۍ خبره، چې نه پوهېږم ويې ليكم او كه دا وه، چې زما چلند ورسره جدي غوندې و. ده راته خندل؛ خو ما داسې محسوس كړه، چې زه او هغه يو څه خپه غوندې سره رخصت شوو.
په پوهنتون كې مې پر زړه دا ځل تر هر چا زيات ورېده او ددې خبرې ثبوت هغه ليكونه او برېښناليكونه دي، چې ما دده له مرګه وړاندې ځينې ملګرو (محمد اسماعيل شاكر، حميد شجاع...) ته لېږلي وو او د مفتون صاحب ذكر مې پكې بيا بيا كړى و. خداى(ج) خبر، چې زما د شپږم حس كار و او كه بله څه خبره وه، چې ما له ملګرو نه د مفتون د رابطې د ټينګېدو غوښتنه كوله او هر چاته مې ليكل: "كه له وسه دې كېږي ما او هغه لږ سره مخامخ كړئ"؛ خو:
چې ته را رسېدې هغه وروستۍ سلګۍ وې كړې
ديــــــدن ته دې د مينې جـــــــــــل وهلى پاتې نه شو
د هغه د مرګ اواز به خداى(ج) خبر څومره دروند و؛ خو يوه خبره چې كول يې غواړم داده، چې ما په خپل ټول قوت هڅه وكړه، چې په شعر كې د هغه د ژوند او مرګ يو انځور جوړ كړم؛ خو د هغه غم زما لپاره تر اوسه هم دومره لوى او سنګين دى، چې د لفظونو په كوچنيو لپو كې مې ځاى نه كړىا شو. د اوښكو له هغو لومړيو څاڅكو سره مې يوازې دومره ويلي دي، چې:
د غم سيند دې د اوښكو پيمانو كې نه ځايېږي
ستا شوخ تصوير د ياد په اّينو كې نه ځايېږي
ته لاړې خو را پرې دې ښود داسې عظيم درد چې
په زړو كې نه ځايېږي په سينو كې نه ځايېږي


او بس!
د نورو يارانو غم دې نه وي! خداى(ج) دې ښه ورسره وكړي!
دا ياران لكه ګلونه د بهـــــــــار دي
د خزان په باد رژېږي درېغه درېغه
احمدشاه بابا